د خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت خدمتونه

د خدیجه کوبره شرکت د افغان بااستعداده خويندو د تجربې، هنر او هڅو پر بنسټ، د دوديزو او عصري جامو د ګنډلو مسلکي خدمتونه وړاندې کوي.
موږ د افغاني کلتور، ارزښتونو او د مشتري د خوښې سره سم داسې جامې جوړوو چې هم ښايسته وي او هم ګټورې.

له د ښځينه‌وو او نجونو دوديزو جامو نه نيولې، تر واده، ښوونځي او ځانګړو مناسبتونو لپاره ځانګړې ډيزاين شوې جامې – ټولې په مينه، مهارت او لوړ کیفیت چمتو کېږي.
موږ ستاسو د اعتماد وړ ملګری يو، چې د افغاني ښځې د عزت، هنر او اصالت کيسې د جامو له لارې ووايو.

زمونږ خدمتونه په خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت کې

د ښځينه او نجونو دوديزو او عصري جامو ګنډل

موږ د خپلو ماهرو خياطانو په مټ، د ښځو او نجونو لپاره دوديز، ښوونځي، محلي او عصري جامې د کلتور او د خوښې سره برابر ګنډو. هره جوړه د افغان ښځې د عزت او هنر څرګندونه ده.

د مکتبونو او رسمي ادارو یونیفورمونه

د ښوونځیو، روزنيزو مرکزونو او ادارو لپاره یونیفورمونه په معياري بڼه او له غوره پارچو سره چمتو کوو، چې هم ښکلي وي او هم عملي.

د ځانګړو مناسبتونو لپاره جامې

موږ د ودونو، مذهبي محفلونو، کلتوري غونډو او ځانګړو مراسمو لپاره ځانګړي لباسونه ګنډو. هره جوړه د مشتري د خوښې، رنګ او اندازې سره برابره ده.

د بنسټونو او ډلو لپاره ګډ خدمتونه

زموږ شرکت تيار دی، چې د ښوونځیو، خیریه مؤسسو، او کلتوري پروګرامونو لپاره ډله‌ییزې فرمایشې منظمې، پر وخت او په لوړ کیفیت تحویل کړي.

د بازار لپاره چمتو بسته‌بندي شوي توليدات

زموږ تولید شوي لباسونه د ښکلو بسته‌بندیو سره بازار ته چمتو کېږي، چې د پلورنځیو لپاره مناسب، برابر او مستقیماً د پلور وړ وي.

د خويندو لپاره د خياطۍ زده کړه

موږ د ځوانو خويندو لپاره د خياطۍ د زده کړې زمینه برابر کوو، ترڅو دوی هم مهارت زده کړي او هم اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي.

زموږ ځانګړتیاوې