view-vintage-sewing-machine-scaled
خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

له څلور کلونو څخه زیات عملي تجربه، د خدیجې کوبرې د جامو ګنډلو شرکت د ښځو لپاره یو باوري، هنري او خلاق مرکز دی. موږ هڅه کوو چې دودیز هنر د نوي نسل سره شریک کړو.

afghan-fashion05-min-1
خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

د ځانګړو شپو ورځو لپاره ځانګړي ډیزاینونه — که ودونه وي، اخترونه وي، یا نور دودیز مراسم، موږ هرڅه ستاسو له خوښې سره برابر جوړوو.

02137551-33fd-4acb-aaa3-861dccc482de
خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

هره ګنډه، هر تار او هره ټوټه د مینې او زحمت کیسه لري. زموږ ګنډلو ته یوازې هنر مه ګڼئ — دا زموږ د ژوند یوه برخه ده.

463308053_3828267414080190_3640052244326139446_n
خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

د دودیزو، افغاني او سیمه‌یزو کالیو ځانګړي ډیزاینونه — هره ټوټه د کلتور، ښکلا او مینې نښه ده. موږ د افغان میرمنو ذوق ته ځانګړې پاملرنه کوو.

crafting-tools-and-materials-arranged-on-a-wooden-table-for-sewing-projects-photo
خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

موږ نه یوازې جامې ګنډو، بلکې هنر، کار، او هیله خپروو. زموږ هدف دا دی چې ښځو ته د اقتصاد، خپلواکۍ او کلتوري ودې فرصتونه برابر کړو.

previous arrow
next arrow

د خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت

د افغانو ښځو لپاره د هنر، دود او راتلونکې هیلو یو ژوندی مرکز

د خیاطۍ په برخه کې له څلورو کلونو څخه زیات عملي تجربه،
د خدیجې کوبرې شرکت د خوست ولایت په ښځینه مارکیټ کې فعاله دی.
دا شرکت د ښځینه لباسونو د ډیزاین، ګنډلو، او دودیزو افغاني جامو په جوړولو کې ځانګړی مهارت لري.

موږ د افغاني، دودیزو، او د مراسمو لپاره ځانګړو جامو په چمتو کولو کې تخصص لرو — هر تار، هر کوک، د مینې، کلتور او هنر نښه ده.

د خدیجې کوبرې شرکت سره، خپل کلتوري ارزښتونه ژوندی وساتئ، او د هنر له لارې، روښانه سبا ته ګام کیږدئ.

زموږ د کار برخې

خیاطی دودیزې جامې

د افغاني دود او کلتور ښکلا په کوکونو کې پټ ده
– د ښځینه، نجونو او ماشومانو لپاره دودیز لباسونه
– د افغاني رسم او رواج سره سم ډیزاین او ګنډنه
– د اخترونو، ودونو او مراسمو لپاره ځانګړي لباسونه

رسمي او عصري لباسونه

د دودیزو ګنډنو او عصري ډیزاین ترکیب
– د معاصرو لباسونو لپاره ځانګړې الګو جوړونه
– د شرکتونو، محافلو او غونډو لپاره رسمي جامې
– د اړتیا سره سم خاص او فیشني ډیزاینونه

د ماشومانو جامې

د ماشومانو لپاره رنګینه، نرمه او دودیزه ګنډنه
– د نجونو او هلکانو دودیز او عصري لباسونه
– نرم پارچه، رنګارنګ ډیزاین او ځانګړې خامک
– د زیږون، کلیزې او محفلونو لپاره ځانګړې جامې

د ځانګړو مناسبتونو لباسونه

د خوښیو ورځو لپاره ځانګړې ډیزاینونه
– د نامزادیو، ودونو، اخترونو او فرهنګي محفلونو لپاره
– ځانګړې ګنډنه، رنګونه او د لاس هنر
– د پیرودونکي په سلیقه جوړ شوي لباسونه

د جامو ترمیم او اصلاح

زړې جامې ته نوې ښکلا ورکړئ
– لنډول، پراخول، یا سمون د فټ کولو لپاره
– د ګنډنې ترمیم او پارچه بدلون
– د زړو جامو نوي کول

د توکو ګنډنه (کورني وسایل)

هنري ګنډنه د کور لپاره
– ګنډنه د میزپوښونو، بالښتو، پردو او نورو توکو لپاره
– خامک او دودیز نقشونه
– رنګارنګ انتخابونه د کور ښکلا لپاره

ځانګړې فرمایشات

ستاسې د ذوق او ضرورت سره برابر کار
– شخصي فرمایشات د ځانګړو مناسبتونو لپاره
– د عکس یا نمونه پر بنسټ ډیزاین او ګنډنه
– د ګروپي فرمایشاتو اسانه اجرا

مشوره او ډیزاین مشورې

خپل لباس د متخصصینو په مرسته ډیزاین کړئ
– مشوره د رنگ، پارچه او ډیزاین انتخاب لپاره
– د بدن د فټ مطابق الګو جوړونه
– د خوښ لباس تر لاسه کولو لپاره همکاري

زموږ په اړه

د خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت – د ښځو لپاره د هنر، عزم او ځان بسیاینې مرکز

زموږ دوکان د خوست ولایت په بی‌بی خدیجه ښځینه مارکیټ کې له څه د پاسه څلورو کلونو راهیسې فعالیت کوي، چیرې چې موږ د افغاني جامو، دودیزو طرحو، خامک‌دوزۍ او ځانګړو لباسونو په ډیزاین او ګنډنه کې تخصص لرو.

موږ باور لرو چې د ښځو د استعدادونو هڅونه نه یوازې د کیفیتي محصولاتو تولید ته زمینه برابروي، بلکې د هغوی اقتصادي او ټولنیز ځواکمنتیا ته هم لاره هواروي.

په خدیجه کوبره کې، هره کوک د اصالت، ښکلا او د ښځینه هنر نښه ده.

زموږ کارونه وګورئ

په خدیجه کوبره شرکت کې هر اثر د دقت، هنر او کلونو تجربې یوه ښکلې پایله ده.
له افغاني دودیزو جامو نیولې تر ځانګړو ډیزاینونو چې د مراسمو او خوښیو لپاره جوړ شوي — موږ په ویاړ خپل کارونه نندارې ته وړاندې کوو.

له موږ سره واوسئ او زموږ د ښکلو او لاسي ګنډلو ځینو بېلګو ته یوه کتنه وکړئ.

له موږ سره د اصالت او هنر احساس وکړئ

په “خدیجه کوبره د جامو ګنډلو شرکت” کې هر کوک او هر ډیزاین د افغاني ښځو د هنر، دود او مهارت هنداره ده.
موږ د څو کلونو تجربې، د ښځو د ذوق او هڅې په مټ داسې تولیدات وړاندې کوو چې هم ښکلي وي، هم ګټور او هم د افغاني کلتور نښه وي.

له دودیزو جامو ګنډلو نیولې تر د مراسمو لپاره ځانګړي ډیزاینونه، زموږ ټول خدمات په دقیقه توګه، د لوړ کیفیت موادو سره، او په پاک چاپیریال کې ترسره کېږي.
د خدیجه کوبره سره، د هنر، کلتور او د ښځې توان یوځای ښکلا لمس کړئ.

ولې د جامو ګنډلو لپاره د خدیجه الکبرا خیاطي شرکت غوره کړو؟