د خدیجه کوبرې د جامو ګنډلو شرکت خدمتونه

د ښځینه جامو ګنډلو کې ښکلا، هنر او افغاني دود سره یوځای کړئ

د خدیجه الکبری شرکت د ښځینه، دودیزو، محلي او محفلې جامو په ګنډلو او ډیزاین کې کلونه تجربه لري.
موږ د لوړ کیفیت ټوکرونو، دقت، او د تجربه‌لرو ښځو په مرسته هر لباس د هنر او فرهنګ یو ښکلی مثال جوړوو.
زموږ سره د خپلې خوښې سره سم ځانګړي او درانه لباسونه واغوندئ – د وقار، هنر او اصالت نښه.

زموږ تاریخچه

د خدیجه الکبری د جامو ګنډلو شرکت په 1400 هـ.ش کال کې د ښځینه جامو د ګنډلو، ډیزاین او دودیزو لباسونو د تولید هدف سره پیل شو.

د دې شرکت پیل له څو زړورو او هنرمندو مېرمنو سره وشو، چې هدف یې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره، د افغاني جامو دود ژوندی ساتل او اقتصادي خپلواکي ته رسېدل وو.

نن ورځ، دا شرکت د خوست په ولایت کې یو له فعالو خیاطیو څخه شمېرل کېږي، چې د ښځینه جامو په ګنډلو کې دقت، سلیقه، او د مشتریانو رضایت ته ځانګړې پاملرنه لري.

موږ باور لرو چې هر لباس باید د یوې افغانې مېرمنې د هویت، ښکلا او هنر استازیتوب وکړي — او زموږ هڅې هم همدا لوری لري.

irs01_s3old_1600078218321615867

زموږ مأموریت

په د خدیجه الکبری د ګنډلو شرکت کې، موږ د افغانو مېرمنو پر وړتیاوو، د فرهنګي ارزښتونو پر ساتنه او د کیفیتي جامو پر تولید باور لرو.
زموږ مأموریت دا دی چې یو مسلکي، خوندي او الهام‌بښونکی چاپېریال برابر کړو، چیرې چې د ښځو هنر، وقار او مهارت د ښکلو او دودیزو جامو په بڼه څرګند شي.

د مېرمنو ځواکمنتیا

موږ غواړو چې افغان ښځې نه یوازې د هنر په تولید کې وځلېږي، بلکې مالي خپلواکي، ځان باور او ټولنیز ارزښت هم ترلاسه کړي. د مهارتونو روزنه، د کار زمینه برابروو، او دوامداره ملاتړ زموږ د کار بنسټ دی.

د دودیزو هنرونو ساتنه او پراختیا

موږ ژمن یو چې د افغانو اصیلو هنرونو لکه دودیز لباس ګنډنه او لاسي سینګار ساتنه وکړو. کوشش کوو دغه هنرونه د نن ورځې اړتیاوو او خوښیو سره برابر کړو، څو هم پاتې شي او هم محبوب شي.

له مینې او کیفیت سره تولید

هر لباس د بااستعداده مېرمنو په لاس، له لوړ کیفیت او پوره پاملرنې سره ګنډل کېږي. زموږ لپاره کیفیت یوازې ښکلا نه ده، بلکې د هنر روح، د پیرودونکي درناوی او ګنډلو نرموالی دی.